خانهافغانستانکندوز کې د ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت یوه سړه خونه جوړه...

کندوز کې د ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت یوه سړه خونه جوړه شوې

د ا.ا صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د کندوز ولایت په «امام صاحب» ولسوالۍ کې د سبزیجاتو او مېوو لپاره د یوه سړه خونه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا سړه خونه درې مجهز او عصري صالونونه لري او د جوړولو چارې یې د ۴۲ ملیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې د خصوصي سکټور له لوري دا سړه خونه د ۱۰۰۰ ټن کرنیزو محصولاتو د ساتنې ظرفیت لري او د امام صاحب ولسوالۍ د مسوولینو له لوري پرانیستل شوې ده.

د کندوز مرستیال والي دا په شمال‌ختیځ زون کې د محصولاتو لپاره یوه مجهزه سړه خونه بللې ده او په وینا یې چې په دې سره به د کرنیزو محصولاتو له ضایع‌کېدو مخنیوی وشي. 

د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې هم ورته سړې خونې جوړې شوې او د کروندګرو له لوري یې هرکلی شوی دی. 

بلخوا د هېواد کروندګرو له اسلامي امارت غوښتي چې په دې برخه خپلې هڅې زیاتې کړې، څو د کرنیزو محصولاتو ضایع‌کېدو مخنیوی وشي.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه