امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د روډ ایلنډ ایالت په «براون» پوهنتون کې یو وسلهوال پر خلکو ډزې کړې چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي.
د رویټرز خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې وسلهوال بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلی او د نیولو عملیات یې پيل شوي دي.
په راپورونو کې دا نه دي ویل شوي چې په دې پېښه کې څو کسان ټپيان شوي دي.
له تېرو څو کلونو راپدېخوا په امریکا کې د ورته پېښې زیاتې شوې چې نږدې په هر برید کې مرګژوبله اوښتې ده.
که څه هم په متحده ایالاتو کې دا ډول بریدونه له څو کلونو راهیسې ادامه لري، خو سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له راتګ وروسته په دا ډول پېښو کې تر ډېره کډوال ښکېل بلل کېږي.
ټرمپ د دغو بریدونو زیاتېدو سره هممهاله ویلي چې نور د افغانستان په ګډون د ځینو هېوادونو اتباع هېڅکله امریکا ته نهشي ورتللی او د دې ترڅنګ یې هلته د افغان پناهغوښتونکو پر وړاندې چلند هم سخت کړی دی.
د ویلو ده چې څو ورځې مخکې په سپينه ماڼۍ کې د ملي ګارډ پر غړو برید وشو چې له امله یې د یاد ګارډ یوه غړې وژل شوې وه.


