خانهافغانستانپه غزني ښار کې د ګازنیونې له امله دوه کسان مړه شول 

په غزني ښار کې د ګازنیونې له امله دوه کسان مړه شول 

د غزني ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند «پښتون اباد» سیمه کې د ګازنیونې په پېښه کې یو سړی او یوه ښځه مړه شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه په یو کور کې شوې او لامل یې د بخارۍ ناسم استعمال بللی دی.

د خبرپاڼې له مخې چې جسدونه د یادې حوزې د مسوولینو له لوري د لا زیاتې څېړنې لپاره د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ژمي په رارسېدو سره ورته شوې چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د اسلامي امارت مسوولینو بار بار له هېوادوالو غوښتي چې د کورونو د ګرمولو پر وخت له احتیاط څخه کار واخلي چې د دا ډول خونړیو پېښو مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په رارسېدو سره د پلازمېنې کابل په ګډون په هېواد کې ډېر خلک له ګازي بخاریو استفاده کوي چې د ناسم استعمال پرمهال دا ډول خونړۍ پېښې رامنځته کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه