د ا.ا معیار او کیفیت ادارې مسوولین وايي چې په «شیخ ابو نصر فراهي» بندر کې ۱۸۷ ټنه بېکیفیته نوداني ګاډر او نبشي ډوله اوسپنه مسترد شوي دي.
دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي: “څلور محمولې نوداني ګاډر او نبشي ډوله اوسپنه، چې ټولیز وزن یې ۱۸۷ ټنه و او د کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، له دقیقې ارزونې او د کیفیت کنټرول وروسته د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې بیرته صادروونکي هېواد ته وګرځول.”
د اسلامي امارت معیار او کیفیت ادارې دا نه دي ویلي چې دا توکي کوم هېواد ته بېرته ور ګرځول شوي دي، خو له سوداګرو يې غوښتي چې د هېواد د پرمختګ او د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره یوازې معیاري او باکیفیته توکي وارد کړي.
د خبرپاڼې له مخې چې د بېکیفیته توکو مخنیوی د دوی مسوولیت دی، څو د خلکو روغتیا، امنیت او اقتصاد خوندي وي. “هیله ده ټول سوداګر د معیارونو په رعایت کې له موږ سره همکارۍ وکړي او د یو باکیفیته بازار په رامنځته کولو کې خپله ونډه واخلي.”
د معیار او کیفیت ادارې همداراز ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې به په کلکه توګه کورني معیارونه پلي کوي.


