د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیاء احمد تکل خامه پرېس ته ویلي چې په تهران کې د افغانستان لپاره د سیمې د ځینو هېوادونو د ځانګړو استازو په کچه ناسته کې د افغانستان حکومت په کې ګډون نه کوي.
د نوموړي په وینا چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان حکومت ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې غونډه کې د ګډون نهکولو لامل د افغانستان اسلامي امارت سیمهییزو سازمانونو، فارمټونو او همداراز له دوو اړخیزونو میکانیزمونو له لارې د سیمې له ټولو هېوادونو سره په مسلسل ډول فعالې اړیکې لري او د سیمهییز تفاهم او همکاریو د پراختیا په برخه کې پاموړ عملي پرمختګونه هم لري.
ښاغلي تکل ټینګار کړی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزات په سیمه کې د شته فارمټونو د تقویت له لارې د سیمهییز تفاهم او همکاریو پر پراختیا باور لري.


