خانهافغانستانغور کې د ۱۶۴ کیلومتره کلیوالي سړکونو کار پیل شوی

غور کې د ۱۶۴ کیلومتره کلیوالي سړکونو کار پیل شوی

د غور مسوولین وايي، چې د دې ولایت په چهارسده، الفاروق، دولینا، تولک، دولت یار، شهرک او ساغر ولسوالیو کې د ۱۶۴ کیلومتره کلیوالي سړکونو کار پیل شوی دی.

د غور د کلیوالي بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو دفتر مشر ذبیح‌الله غوث‌زاده وايي چې دا سړکونه د دې ولسوالیو په ۱۷ کلیو کې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د CRDSA تخنیکي همکارۍ او د دې سازمان سره په همغږۍ کې جوړیږي.

هغه زیاته کړه: “دا پروژې د “کار په بدل کې خواړه” پروګرام په چوکاټ کې پلي کیږي، چې موخه یې د کلیوالي سیمو د اوسیدونکو لپاره د لنډمهاله کاري فرصتونو رامینځته کول دي، د ترانسپورت زیربنا ښه کول دي، چې په بدل کې دوی د نړیوال خوراکي سازمان څخه د اوړو، غوړیو، دال او مالګې په ګډون د خوړو کڅوړې ترلاسه کوي.”

هغه وويل چې د دغو سړکونو ۸۵ کيلومتره به د غور په ساغر ولسوالۍ کې جوړ شي او په بشپړېدو سره به يې د دې ولايت د شهرک، تولک، تيوره او ساغر ولسواليو مواصلاتي لارې سره ونښلول شي او د خلکو د ستونزو لويه برخه به حل شي.

د غور د ځايي مسوولینو په وينا، د دې پروژو له بشپړېدو څخه به د ځايي اوسېدونکو څه باندې ۲۵۰۰ کورنۍ ګټه پورته کړي.

د پورته ذکر شويو ولسواليو اوسېدونکو د دې پروژو د پلي‌کېدو هرکلی کړی او وايي چې د دې سړکونو جوړول او بيارغونه به خلکو ته ښې اسانتياوې برابرې کړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه