د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا د جهادي مدرسې د حدیثو د کورس د فراغت په مراسمو کې له کوربه هېوادونو وغوښتل چې د افغان کډوالو پر وړاندې له زور کارولو ډډه وکړي او هېواد ته د دوی په خپله خوښه راستنېدو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
مولوي عبدالکبیر تېره ورځ(جمعه، د لیندۍ ۲۱مه) وویل، افغان کډوال باید د فشار یا جبر له امله له کوربه هېوادونو څخه ونه ایستل شي، او د دوی راستنېدل باید په خپله خوښه او انساني وقار سره ترسره شي. هغه ټینګار وکړ چې له کډوالو سره جبري مخامخ کېدل انساني او ټولنیزې ستونزې زیاتوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر همدارنګه په هېواد کې د جامع امنیت تامین د اسلامي نظام له لاسته راوړنو څخه یوه وبلله او ویې ویل چې د ا.ا حاکمیت د افغان ملت یو اوږدمهاله خوب و، چې اوس یې عملي شوی دی.
په دې وروستیو میاشتو کې، د سیمې له ځینو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ګړندۍ شوې، او د دوی د بشري حقونو او معیشت په اړه پراخې اندېښنې راپورته شوې دي. د ا.ا چارواکو په وار وار له کوربه هېوادونو غوښتي چې د کډوالو په اړه د بشري اصولو او نړیوالو قوانینو مراعات وکړي او د دوی د خوندي او رضاکارانه راستنېدو لپاره شرایط برابر کړي.


