خانهافغانستانلغمان کې سلګونه مهمات کشف او ترلاسه شوي

لغمان کې سلګونه مهمات کشف او ترلاسه شوي

د لغمان مسوولین وایي چې د یاد ولایت په «علیشنګ» ولسوالۍ کې د سلګونه مهماتو یوه ډېپو کشف او ضبط شوې ده.

په دغه ولایت کې د اسلامي امارت پولیسو ویلي چې دا ډېپو په سایګل دره کې کشف شوې چې پکې ۵۱ د هاوان مرمۍ، ۲ د ۸۲ مرمۍ، ۲۰۰ د دهشکې مرمۍ، ۱۰۰ د پیکا مرمۍ، یوه د پرسونل ضد ماین، ۲۸ د هاوان سرګلولې او ۴ د ۸۲ سرګلولې شاملې دي.

د مسوولینو په وینا چې په دې تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو وسلو او مهماتو لسګونه زېرمې کشف او بېلابېل مهمات ترې ترلاسه شوي دي. 

بلخوا د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت له تېر یو کال راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د غیرقانوني وسلو د ګرځولو او همداراز د مهمات د قاچاق په تړاو لسګونه کسان نیولي هم دي. 

یاد وزارت ټینګار کړی چې دوی به هېچاته اجازه ورنکړي چې غیرقانوني وسلې وګرځوي او همداراز به په هېواد کې د وسلو د پخوانیو ډېپوګانو د کشف او ضبط هڅې هم پیل شوې دي. 

د ویلو ده چې په هېواد کې د مهماتو ورته زېرمې یا ډېپوګانې تر ډېره د پخوانیو جګړو پرمهال جوړې شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه