خانهافغانستانډاکتر سید عبدالله احمدي د فنلنډ په یو روغتون کې مړ شوی 

ډاکتر سید عبدالله احمدي د فنلنډ په یو روغتون کې مړ شوی 

د وزیر محمد اکبرخان روغتون پخوانی رییس، ډاکتر سید عبدالله احمدي د ورپېښې ناروغۍ له امله د فنلنډ په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ډاکتر احمدي کورنۍ ویلي چې نوموړی د فنلنډ هېواد په یو مجهز روغتون کې تر څو ورځو بستر کېدو وروسته ژوند بایللی دی.

بلخوا په ټولنیزو پاڼو د ډاکتر سید عبدالله احمدي مړینه ستره ضایع بلل شوې او د کورنۍ له غړو او هم‌مسلکو سره د خواخوږۍ پیغامونه خپاره شوي دي. 

د عامې روغتیا پخواني وزیر، ډاکټر وحید مجروح د ډاکټر احمدي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او دا یې په روغتیايي برخه کې ستره ضایع بللې ده.

ښاغلي مجروح لیکلي چې ارواښاد احمدي په جاپان کې د ستون‌فقرات د عملیات په برخه کې تخصص کړی و او د لوړ استعداد او علمي پوهې ترڅنګ یو صادق او خیرخواه انسان و.

د ویلو ده چې په ټولنیزو پاڼو د هېواد ګڼو ډاکترانو او د روغتیايي برخې کارکوونکو د سید عبدالله احمدي پر مړینه خپګان ښودلی  او د کورنۍ له غړو سره یې خواخوږي ښودلې ده. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه