د سوریې لنډمهالي حکومت له ۴۰ کلونو وروسته په لومړي ځل له نړیوال بانک سره ګډه پروژه لاسلیک کړې ده.
د «سانا» خبري اژانس د راپور له مخې چې د نړیوالو بانک او سوریې حکومت ترمنځ دا ګډه پروژه د برېښنا شبکې بیارغونې په موخه لاسلیک شوې او دا په یاد هېواد کې د نړیوال بانک لومړۍ پروژه بلل شوې ده.
په راپور کې د سوریې مالیې وزیر «محمد یاسر بارنیه» له قوله ویل شوي چې دا پروژه د نړیوال بانک له لوري د وړیا مرستو په چوکاټ کې، خو د پور په بڼه ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې چې د دغه بانک له لوري یو شمېر نورې پروژې هم په لاره دي چې چارې به یې ژر په سوریه کې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د نړیوال بانک چارواکو ویلي وو چې د سوریې له حکومت سره د ۱۴۶ میلیون ډالرو په ارزښت به د یوې پروژې تړون لاسلیک شي.
د ویلو ده چې د احمد شرع په مشرۍ د سوریې لنډمهالي حکومت په تېر یو کال کې د امریکا په ګډون د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره اړیکې نږدې کړې دي.


