خانهنړۍد نوبل سولې جایزې ګټونکې «نرګس محمدي» په مشهد کې نیول شوې

د نوبل سولې جایزې ګټونکې «نرګس محمدي» په مشهد کې نیول شوې

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د ایران حکومت د نوبل سولې جایزې ګټونکې «نرګس محمدي» نیولې ده. 

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې نرګس پرون (جمعه، لیندۍ ۲۱مه) په مشهد ښار کې نیول شوې ده. 

د دې راپور له مخې چې نرګس د بشري حقونو د یو مدافع په یادغونډه کې نیول شوې او ځینو ایراني چارواکو هم د دې خبر پخلی کړی دی.  

دا غونډه د بشري حقونو د هغه مدافع د یاد تازه کولو لپاره جوړه شوې وه چې څو ورځې مخکې په مرموز ډول وژل شوی و.  

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په ایران کې نیول، زنداني کول او د اعدام پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې وخت ناوخت یې د ملګرو ملتونو او پر بشري حقونو د څار ګڼو نړیوالو ادارو غبرګونونه راپارولي دي. 

ملګرو ملتونو وخت ناوخت له ایران څخه غوښتي چې هلته د بشري حقونو د مدافعینو نیول بند کړي او د اعدام سزا ته د پای ټکی کېږدي. 

د ویلو ده چې څو کاله مخکې په ایران کې د یوې ښځې له وژل‌کېدو وروسته پراخ ولسي لاریونونه هم شوي وو.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه