له ایران څخه د افغان کډوالو جبري را ایستلو ته د افغان کډوالو د نړیوالو غبرګونونو په ځواب کې ایراني چارواکو پر نړیواله ټولنه تور پورې کړی چې د افغان کډوالو بنسټیز ملاتړ یې کم کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي، امیر سعید اېرواني ویلي چې ایران په یوازې ځان هلته د شپږ میلیون مېشت افغانانو د استوګنې بار په اوږو نهشي وړلی او نړیوالې ټولنې د ۲۰۲۶ کال لپاره د کډوالو بنسټیز ملاتړ ۶۰ سلنه کم کړی دی.
د اېرواني په وینا چې ایران دا مهال یوازې د بېاسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
تر دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو او څېرو له ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو ته غبرګونونه پارولي وو او له تهرانه یې غوښتي وو چې دا لړۍ بنده کړي.
د ویلو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران څخه د افغان کډوالو جبري را ایستل په بېسارې توګه زیات شوي دي. د راپورونو له مخې چې یوازې په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې دغه هېواد نږدې یو نیم میلیون کډوال را ایستلي دي.


