ایراني چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان-خاش پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له امله پنځه افغان کډوال مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
ایراني چارواکو نن(پنجشنبه، د لیندۍ ۲۰مه) ویلي، چې د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان-خاش پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له امله پنځه افغان کډوال مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د پولیسو مشر سردار احمد کرمياسد ویلي، دغه پېښه د موټر چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې هم د ایران ایسنا رسنۍ راپور ورکړی و چې د سیستان – بلوچستان ایالت په «خاش» سیمه کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر له یو بل موټر سره ټکر کړی چې په پایله کې یې ۸ افغانان مړه او ۶ نور سخت ټپیان شوي وو.
له پېښې وروسته مړه شوي افغان د هېواد غزني ولایت ته راوړل شول او خاورو ته وسپارل شول، له دې سره د پېښې ټپان هم د درملنې لپاره افغانستان ته راوړل شول.
باید وویل شي چې تر دې ولایت هم د ګاونډي ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې کې د ترافیکي پېښو له امله لسګونه افغان کډوال مړه شوي وو.


