خانهافغانستانفاریاب کې د یو ښوونځي لپاره جوړه‌شوې ودانۍ پرانیستل شوه

فاریاب کې د یو ښوونځي لپاره جوړه‌شوې ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت په «المار» ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیون ۹۵۰ زره افغانیو په ارزښت د ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د پوهنې وزارت د مسوولینو په وینا چې یاده ودانۍ د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ د المار ولسوالۍ اړوند د «ګپي میرشکار» لومړني ښوونځي لپاره جوړه شوې ده. 

“دغه نوې ودانۍ پر ۵۰۰۰ متره مربع ځمکه جوړه شوې چې اته درسي خونې، اداري دفتر، لابراتوار، د ساتونکي کوټه، د برېښنا بشپړ سیستم، احاطوي دېوال، د څښاک پاکو اوبو اسانتیا، د لوبو میدان او یو شمېر نور اړین ملحقات لري”

د پوهنې وزارت د خبرپاڼې له مخې چې جوړه‌شوې ودانۍ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې ده.

په ورته وخت کې د دې سیمې اوسېدونکو د یادې ودانۍ پر جوړېدو خوښي ښودلې او په دغه ولایت کې یې د ورته نورو پروژو د پلې‌کېدو غوښتنه کړې ده. 

د ویلو ده چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ د لسګونه ښوونځیو لپاره معیاري ودانۍ جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.  

بلخوا د پوهنې وزارت مسوولینو ډاډ څرګند کړی چې د ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو جوړولو پروسه به روانه ساتي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه