خانهافغانستاند عراق او پاکستان له بندخونو څه باندې ۲۰۰ افغان کډوال خوشې...

د عراق او پاکستان له بندخونو څه باندې ۲۰۰ افغان کډوال خوشې شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، روانه اوونۍ د عراق او پاکستان له بندخونو  ۲۸ تنه بندي افغان کډوال خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د کندهار او نیمروز ولایتونو نن(پنجشنبه، د لیندۍ ۲۰مه) د کډوالو ریاستونو د انتقالاتو امریتونو د معلوماتو له مخې، د سپین بولدک له لارې ۲۲۴ افغان کډوال چې دوه میاشتې یې د پاکستان په بندخونو کې تېرې کړې وې او څلور تنه د نیمروز له لارې چې درې میاشتې یې د عراق په بندخونو کې تېرې کړې وې خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغو کسانو د سپین بولدک او نیمروز د انتقالاتو امریتونو کې له ثبت وروسته د دې وزارت همکارو بنسټونو له لوري مرستې تر لاسه او خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شو.

د ا.ا کډوالو چارو وزارت په پاکستان او عراق کې د دې کسانو د بندي کولو د لاملونو په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو پاکستان افغان کډوال په عمده توګه د استوګنې د اعتبار وړ اسنادو د نه لرلو له امله توقیفوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه