د ا.ا کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې ۲۷ کسان د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې له نیولشویو کسانو څخه له زرو څخه ډېرې نشهیي ګولۍ، یوه اندازه چرس او شیشه هم ترلاسه شوي دي.
سرچینې لیکلي چې دا ۲۷ کسان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.
په تېر یو کال کې په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د نشهيي توکو د کاروباریانو نیول زیات شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی د اسلامي امارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په دې تړاو سلګونه کسان نیولي هم دي.
د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت مسوولینو ټینګار کړی چې هېچاته به په هېواد کې د نشهيي توکو د کاروبار اجازه نه ورکوي او د مخنیوي لپاره به یې جدي هڅې دوامدارې ساتي.


