د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې خونړۍ زلزلې له امله نږدې ۵۰۰ زره کسان ځپل شوي دي.
د دې ادارې په تازه راپور کې ویل شوي چې د دغو زلزلو له امله دا مهال ۲۲۱ زره کسان بېړنیو مرستو ته لاسرسی لري، او یادې ادارې تر دې دمه د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو له ۳۲۴ زره زلزلهځپلو سره بشري مرسته کړې ده.
اوچا همداراز ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې زلزلې له امله د ځپلشویو د لاسنیوي په موخه ۱۱۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري چې په وینا یې تر اوسه یې یوازې ۳۸ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.
سږ کال د هېواد ختیځ ولایتونه، په ځانګړې توګه کونړ، خونړۍ زلزلې ولړزاوه چې له امله یې شاوخوا دوهنیم زره کسان مړه او له نږدې درېنیم زره نور ټپیان شول.
دغو خونړیو زلزلو یوازې په کونړ کې لسګونه کلي په بشپړه توګه ونړول او لسګونه زره کسان بېسرپناه شول.
د ویلو ده چې له دې خونړۍ پېښې وروسته ګڼو هېوادونو او نړیوالو مرستندویه ادارو خپلې بېړنۍ مرستې راواستولې او یو شمېر ادارو د زلزلهځپلو لپاره بېړنۍ د کورونو جوړولو چارې پیل کړې دي.


