د ا.ا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې په کندهار کې د «هوساینې» نړیوالې موسسې په همکارۍ له ۷۵۰ کروندګرو سره د اصلاحشویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته شوې ده.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا توکي د کندهار «پنجوايي» ولسوالۍ په اړمنو کروندګرو وېشل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې له دې مرستې څخه موخه د کروندګرو مالي ملاتړ، د اصلاحشویو تخمونو برابرول او دودول، او له کمې ځمکې څخه د زیات حاصل تولید دی.
تر دې مخکې هم د خوست او پکتیا په ګډون په ډېرو ولایتونو کې له اړمنو کروندګرو سره د غنمو اصلاحشویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته شوې وه.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلي وو چې د نړیوالو مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ به هڅه کېږي چې د ټول هېواد کروندګرو سره د اصلاحشویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته وشي.
د یاد وزارت مسوولینو همداراز ویلي وو چې له دې مرستې یو موخه په هېواد کې د کوکنارو د بدیل کښت رامنځته کول هم دي او دوی به په بېلابېلو برخو کې د اړمنو کروندګرو لاسنیوي ته ادامه ورکوي.


