خانهافغانستانله ګاونډیو هېوادونو د کډوالو جبري رالېږل؛ پرون له ۴۰۰ ډېرې کورنۍ...

له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو جبري رالېږل؛ پرون له ۴۰۰ ډېرې کورنۍ راستنې شوې 

د ا.ا کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي چې پرون له بېلابېلو لارو ۴۲۱ نورې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. 

د دې ادارې په تازه راپور کې ویل شوي چې د نيمروز د وريښمو پله له لارې ۵۷، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۴، د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۹۳ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون راپور څرګندوي چې ۴۱۰ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او همداراز ۲۸۸ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

د ویلو ده چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوال جبري ایستل په بېسارې توګه زیات شوي دي. 

بلخوا د ملګرو ملتونو تازه شمېرې ښيي چې یوازې روان لمریز کال له دوه میلیون څخه ډېر افغانان په جبري توګه افغانستان ته لېږل شوي دي. 

که څه هم له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د رالېږلو پروسه له سختو نیوکو سره مخ شوې، خو د دغو هېوادونو چارواکو ټینګار کړی چې دوی به له خپلو هېوادونو ټول افغان کډوال وباسي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه