خانهافغانستانهارش د پاکستاني پوځ لخوا د ملکي افغانانو په نښه کول له...

هارش د پاکستاني پوځ لخوا د ملکي افغانانو په نښه کول له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي «پرواتنني هارش» د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ بریدونه غندلي دي. 

ښاغلي هارش ویلي چې چې د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره باید د ملګرو ملتونو منشور او نړیوالو قوانینو ته درناوی وشي.

نوموړي همداراز د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو تړل‌کېدو ته په غبرګون کې ویلي چې د دې لارو د تړل‌کېدو له امله په لومړیو ورځو کې افغان سوداګر سخت تاواني شوي او سوداګري باید په توګه ونه کارول شي.  

هند تر دې مخکې هم څو ځلې پر افغان خاوره د پاکستاني حکومت بریدونه غندلي وو او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې وه.

څو ورځې مخکې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې په سپین‌بولدک کې د عامې افغانانو پر کورونو د پاکستاني عسکرو هاوان بریدونه په کلکه غندلي وو.  

د ویلو ده چې له تېرې څه مودې راهیسې د افغانستان او هند اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې شوې او وخت ناوخت د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو رسمي سفرونه هم کړي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه