په قطر کې د ا.ا سفارت اعلان وکړ چې د سفارت مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د برتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره کتلي او د غونډې په جریان کې، دواړو خواوو په انګلستان کې مېشتو افغانانو ته د قونسلګرۍ خدماتو د برابرولو په اړه بحث وکړ.
سفارت زیاته کړه چې په دې غونډه کې د سیاسي وضعیت، بشري مرستو، تعلیم او نورو مسلو په اړه هم بحث وشو.
دا په داسې حال کې ده چې سهیل شاهین د روان کال په جولای کې د افغانستان لپاره د برتانیا له نوي ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره هم وکتل او له هغه یې وغوښتل چې د لندن سفارت مدیریت ا.ا ته وسپاري.
د خپرې شوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د غونډې اصلي تمرکز په برتانیا کې مېشتو افغان اتباعو ته د قونسلګرۍ خدماتو وړاندې کول او همدارنګه د دواړو خواوو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو په لارو چارو بحث کول وو.
د غونډې په جریان کې، شاهین د برتانیا له حکومت څخه هم وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.
د ۲۰۲۱ کال له بدلونو وروسته، د لندن په ګډون په بهر کې د یو شمېر ډیپلوماټیکو ماموریتونو مدیریت لاهم د پخواني افغان حکومت سره تړلو ډیپلوماتانو په لاس کې دی.
ا.ت هڅه کوي چې د دې ډیپلوماټیکو ماموریتونو مسوولیت پخپله په غاړه واخلي.


