خانهنړۍچین کې د اورلګېدنې په پېښه کې ۱۲ کسانو ژوند بایللی

چین کې د اورلګېدنې په پېښه کې ۱۲ کسانو ژوند بایللی

چینايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په جنوب کې د اورلګېدنې له امله ۱۲ کسان مړه او یو شمېر ټپیان شوي هم دي.  

د راپورونو له مخې چې دا اورلګېدنه د «ګوانګ‌ دونګ» ولایت په «شانتو» ښار کې په ځايي وخت تېره شپه شاوخوا نهه بجې د یوې څلورپوړیزې ودانۍ دننه لګېدلی دی. 

د چارواکو په وینا چې اورلګېدنې یو ساعت دوام کړی او د لامل په اړه یې څېړنې پیل شوې دي. 

په چین کې تر دې مخکې هم د ورته اورلګېدنو له امله لسګونه کسان مړه شوي وو چې ستر لاملونه یې د ګازي ډبو چاودنې بلل شوې وې. 

د ویلو ده چې د اورلګېدنې پېښې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي چې بېلابېل لاملونه لري او په ډېرو مواردو کې خونړۍ پایلې لري.

څه موده مخکې هم په چین کې د یوې خونړۍ اورلګېدنې له امله څو ودانۍ په بشپړه توګه سوځېدلې وې او لسګونه کسانو پکې ژوند بایللی و. 

د چینايي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي وو چې د هغې خونړۍ اورلګېدنې په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي هم وو.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه