د هرات مسوولین وایي چې د ا.ا له بیاځلي واکمنېدو راپدېخوا په یاد ولایت کې د شاوخوا ۳۵ زره روږدو کسانو درملنه شوې ده.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو ویلي چې په وروستیو کې هره اوونۍ هلته د روږدو له بستریز کمپ کې په نشهيي توکو ۱۰۰ روږدي تر رغېدو وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای کوي.
د مسوولینو په وینا چې له نشهيي توکو روږدو کسانو ته د درملنې پر مهال مسلکي روزنه هم ورکول کیږي، تر څو رخصتېدو وروسته د خپل ژوند اړتیاوې پخپله پوره کړي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته ټول هېواد کې په نشهيي توکو د روږدو کسانو راټولول او درملنه یې پیل شول.
څه موده مخکې د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په ټول هېواد کې شاوخوا ۶۵ زره روږدو درملنه شوې او بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
د ویلو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار هم کلک بندیز لګېدلی او په دې موده کې د نشهيي توکو په تړاو سلګونه کسان نیول شوي هم دي.


