له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري رالېږلو په دوام، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي چې پرون (دوشنبه) له بېلابېلو لارو څخه ۳۲۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
د دې ادارې په تازه راپور کې ویل شوي چې د نيمروز د وريښمو پله له لارې ۲۷، د هرات د اسلام کلا له لارې ۶۸، د سپين بولدک له لارې ۶۹، د تورخم له لارې ۱۲۲ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د راپور له مخې چې د دې ترڅنګ ۵۲۱ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او ۳۹۷ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
د ویلو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي دي.
که څه هم د کډوالۍ اړوند نړیوالو ادارو له ایران او پاکستان غوښتي چې د کډوالو د جبري را ایستلو لړۍ ودروي، خو بلخوا د دغو هېوادونو چارواکو ټینګار کړی چې دوی به له خپلو هېوادونو ټول افغان کډوال وباسي.
په ورته مهال د اسلامي امارت اړوندو ادارو ویلي چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.


