خانهافغانستاند کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره پرمختللي لابراتوارونه جوړېږي

د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره پرمختللي لابراتوارونه جوړېږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ویلي، چې د ۲۳۳ میلیونه افغانیو بودیجې په پام کې نیولو سره د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړېدل تایید شول.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن(سه‌شنبه، د لیندۍ ۱۸مه) ویلي، چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ په مرمرینه ماڼۍ جوړه او غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل او ولایتونو کې د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو د جوړېدو موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه.

دغه ریاست په خپلې خبرپاڼې کې وویل چې له هراړخیز بحث وروسته د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړېدو موضوع د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم  په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دغه لابراتوارونو لپاره ۲۳۳ میلیونه افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې، چې ۱۵ میلیونه افغانۍ به یې په ساختماني چارو او ۲۱۸ میلیونه افغانۍ به یې په پرمختللو او په نوې ټکنالوژۍ سمبال تجهیزاتو ولګول شي او همداراز په دې غونډه کې پر یوشمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

باید وویل شي چې په یادې برخې کې د لابراتونو جوړېدو سره به د بې‌کیفیته موادو تولید او ګټه اخیستنه بنده، او همداراز ګڼو خلکو ته به پکې کاري زمینه هم برابره شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه