خانهافغانستانبلخ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ، دوه ټپیان...

بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ، دوه ټپیان شوي 

په بلخ ولایت کې د حیرتان بندر او مزارشریف په لاره د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه د یو پاسو ډوله موټر د چپه‌کېدو له امله شوې او دریو کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده. 

د مسوولینو په وینا چې د دې پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي او د یو ته مړ شوي جسد کورنۍ ته سپارل شوی دی. 

سرچینې د دې پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده. 

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي. 

د ویلو ده چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي. 

بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه