د روغتیا نړیوال سازمان سوډان کې پر ښوونځي او روغتون هغه بریدونه غندلي چې له امله یې د شاوخوا ۶۰ ماشومانو په ګډون ۱۱۴ کسان وژل شوي دي.
د دغه سازمان مشر «ټېډروس ادانوم غیبریوس» دا بریدونه غندلي او د انسانیت ضد کړنه یې بللې ده.
د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې د ځايي چارواکو په حواله د دې بریدونو پړه د چټک ملاتړ وسلهوالو ځواکونو «RSF» باندې اچول شوې ده.
په راپورونو کې ویل شوي چې د دغو خونړیو بریدونو په پایله کې د ۶۳ ماشومانو په ګډون ۱۱۴ کسان وژل شوي دي.
په ورته مهال پر بشري حقونو د څار یو شمېر نورو نړیوالو ادارو هم په سوډان کې وروستي بریدونه په کلکه غندلي او دا یې له ټولو قوانینو خلاف عمل بللی دی.
په سوډان کې له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا د حکومتي ځواکونو او آر اس اف ترمنځ نښتې روانې دي چې تر دې دمه پکې نږدې ۱۴ زره کسان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو بار بار دا بریدونه غندلي او د اوربند او د سولې خبرو په رامنځتهکېدو یې ټینګار کړی دی.


