د ا.ا د ټولګټو وزارت ویلي، چې د سالنګونو لویه لاره نن د ټیلري موټرو په شمول د هر ډول وسایطو پرمخ پرانیستل شوه.
د ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر ملا محمدعیسی ثاني د هدایت په اساس د سالنګونو لویې لارې اصلي مسیر نن(دوشنبه، د لیندۍ ۱۷مه) د ټیلري موټرو په شمول د هر ډول وسایطو پرمخ پرانیستل شو.
دغه وزارت همداراز ویلي چې د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې په درېیو برخو؛ شمالي سالنګ، سویلي سالنګ او دوشي – خنجان کې پیل کړې وې، چې له نېکمرغه، د هېواد د اقتصاد محوره تګلارې له مخې او د یادې لویې لارې د تخنیکي ټیمونو د هڅو په پایله کې، د سږ کال لپاره پلان شوې اساسي چارې بشپړې شوې دي او فرعي چارې یې لا هم روانې دي.
د ټولګټو وزارت له ټولو هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه غوښتنه کوي، چې له یادې لویې لارې څخه د تېرېدو پر مهال دې ژمني توکي، له ځان سره ولري، ترافیکي قوانین دې مراعت کړي، د سالنګونو د ساتنې او څارنې موظفو ټیمونو لارښوونو ته دې جدي پاملرنه وکړي او د سالنګونو ریاست لخوا د ورکړل شوي مهال وېش سره سم دې تګ راتګ وکړي.
د یادولو ده چې سالنګ په افغانستان کې یوه له مهمو لارو څخه ده، چې د هیواد لږ تر لږه ۱۰ شمالي ولایتونه له مرکز او نورو ولایتونو سره نښلوي او دغه لویه لار هر کال د ژمي په موسم کې د واورې او توپان له امله تړل کېږي چې د هېوادوالو په تګ راتګ کې له جدي ستونزو سره مخ کېږي.


