د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت له لوري د لرغون پېژندنې ریاست مسلکي ټیم د سبزاباد غونډۍ له تاریخي سیمې موندل شوې ۴۲ لرغونې سکې د پاک کارۍ، وقایې، تشخیص او ثبت له پړاوونو وروسته د ختيځ زون موزیم ته وسپارلې.
ا.ا پورې تړلی باختر خبري اژانس نن(دوشنبه، د لیندۍ ۱۷مه) خبر ورکړی چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت له لوري د لرغون پېژندنې ریاست مسلکي ټیم د سبزاباد غونډۍ له تاریخي سیمې موندل شوې ۴۲ لرغونې سکې د پاک کارۍ، وقایې، تشخیص او ثبت له پړاوونو وروسته د ختيځ زون موزیم ته وسپارلې.
دغه سکې په تېرو ۱۳۹۷، ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې د سبزاباد غونډۍ له تاریخي سیمې موندل شوې وې.
د ياد موزیم امر حافظ ضياالحق شاهين ننګرهار باختر اژانس ته ویلي: «يادې سکې د جلالاباد ښار اوومې ناحیې اړوند په سبزاباد تاريخي غوندۍ کې د کيندنې پرمهال موندل شوې او د تشخيص په موخه مو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته رسماً لېږلې وې، چې له نېکه مرغه دغه سکې لرغونې تثبيت شوي او تېره ورځ د وزارت د مسلکي هياتو په حضور کې د ختيځ موزيم ته بېرته وسپارل شوې، ترڅو يې په ياد موزیم کې خوندي پاتې شي.»
یادو سکو کې یوه د سپینو زرو او پاتې نورې د مسو دي، چې له میلاد څخه وړاندې درېیمې پېړۍ څخه تر شپږمې میلادي پېړۍ پورې د هندو سکایي، یونان ـ باختر، هند ـ پارتي، کوشاني او ساساني ـ کوشاني دورو سره اړه لري.
باید وویل شي چې په ختيځ زون موزيم کې نږدې ۱۳۷۸ تاريخي اثار، چې له جملې يې ۸۳۰ نور مسکوکات د بېلابېلو دورو شتون لري او ټول په دغه موزيم کې ثبت او ساتل شوي دي.


