د روسیې کرملین ماڼۍ په لومړي ځل د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت تګلاره د مسکو له لیدلوري سره سمه بللې او ستاینه یې کړې ده.
کرملین پرون (یکشنبې، لیندۍ ۱۶مه) ویلي چې د اوکراین جګړې په اړه د ډونالډ ټرمپ ملي امنیت تګلاره د روسیې له لیدلوري سره سمون لري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې د واشنګټن ملي امنیت په دې تګلاره کې د اوکراین جګړې په اړه د اروپا دریځ ننګول شوی او خبرداری ورکړ شوی چې اروپايي به د تمدني هویت له منځه تللو سره مخ شي.
په دې پلانپاڼه کې ویل شوي چې د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره خبرې اترې د امریکا په ګټه دي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بیاځلي ننوتو وروسته د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې او په ډېرو مواردو کې یې د اوکراین له نور ملاتړ څخه د لاس اخیستو خبرداری هم ورکړی دی.
بلخوا د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین مخکې هم د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره د واشنګټن ځینې پلانونه تایید کړي وو، خو هاخوا اروپايي هېوادونو بیا د اوکراین پر پوځي ملاتړ ټینګار کړی دی.


