خانهافغانستاند سالنګ لویه لاره سبا د هر ډول موټرو پرمخ پرانیستل کېږي

د سالنګ لویه لاره سبا د هر ډول موټرو پرمخ پرانیستل کېږي

د ټولګټو وزارت اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لاره به سبا دوشنبه د هر ډول موټرو پرمخ پرانیستل شي.

د ټولګټو وزارت ویاند سمیر مجاهد نن(یکشنبه، د لیندۍ ۱۶مه) د یوه انځوریز کلب په خبرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت مشر محمد عیسی ثاني په امر به سبا دوشنبه د لیندۍ ۱۷مه د سالنګ لویې لارې اصلي لاره به د د بار وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شي.

دغه وزارت همداراز زیاته کړې چې د سالنګ لارې پر فرعي لارو هم کار روان دی.

دغه وزارت له ټولو هېوادوالو څخه غوښتي چې د دغې لویې لارې څخه د تېرېدو پر مهال، ټول اړین وسایل له ځان سره ولري، او ترافیکي قوانین مراعات  کړي.

باید وویل شي چې د سالنګ پر لارې له میاشتو راهیسې کار روان وه، او څه موده وړاندې یې د قیراچونې چارې پیل شوې وې.

سالنګ په افغانستان کې یوه له مهمو لارو څخه ده، چې د هیواد لږ تر لږه ۱۰ شمالي ولایتونه له مرکز او نورو ولایتونو سره نښلوي او دغه لویه لار هر کال د ژمي په موسم کې د واورې او توپان له امله تړل کېږي چې د هېوادوالو په تګ راتګ کې له جدي ستونزو سره مخ کېږي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه