د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مجید بن محمد الانصاري د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره کتلي دي.
د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې دا کتنه د دوحې فورم ۲۳مې غونډې په څنډه کې شوې او دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو د بحث ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې همداراز د افغانستان په اړه د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان، قطر او اوزبیکستان ترمنځ اړیکې پراخې شوې او د بېلابېلو موضوعاتو د بحث لپاره د یو بل هېوادونو لوړپوړي چارواکو رسمي سفرونه هم کړي دي.
د ویلو ده چې قطر خو ان له تېرو څو کلونو راهیسې اسلامي امارت ته سیاسي دفتر هم ورکړی و او همداراز ازبکستان او افغانستان بیا ۱۴۴ کیلومتره ګډه پوله لري او د اسلامي امارت له واک ته رسیدو راهیسې له دوی سره ښې سیاسي اړیکې لري.


