د اسلامي امارت اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د یاد وزارت کلتوري اتشې، حمیدالله تمکین د ترکیې د پارلماني چارو کمېسیون له رییس، سلیمان سویلو سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د فرهنګي او دیني اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی او د دواړو هېوادونو دا ډول اړیکې د اسلامي، تاریخي او فرهنګي ګډو ارزښتونو پر بنسټ ولاړې بلل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې حمیدالله تمکین په بېلابېلو برخو کې له افغانستان څخه د ترکیې له ملاتړ هرکلی کړی او دواړو هېوادونو ترمنځ یې د لا همغږۍ هیله څرګنده کړې ده.
ښاغلي تمکین ویلي چې دوی هیله لري د افغانستان او ترکیې ترمنځ دوهاړخیزې همکارۍ به په راتلونکي کې نورې هم پراخه شي.
د یادولو وړ ده چې ترکیې تر دې مخکې هم له افغانستان سره د فرهنګي او تاریخي اړیکو د پياوړتیا ډاډ څرګند کړی و په دې برخه کې یې یو شمېر لوړپوړو چارواکو کابل ته سفرونه هم کړي وو.


