ا.ا ویلي، چې تېره شپه د پاکستاني حکومت له لوري، د کندهار پر سپین بولدک د بریدونو په پایله کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن(شنبه، د لیندۍ ۱۵مه) رسنیو ته په رالېږل شوي انځوریز کلب کې ویلي، چې تېره شپه د پاکستان حکومت لخوا د کندهار پر سپین بولدک بریدونه وکړه، چې وروسته ا.ا هم ځواب ویلو ته اړ شو. د دغه بریدونو په پایله کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه بریدونو کې د ا.ا ځواکونو یو تن وژل شوی او امنیت په سیمه کې بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې چې دا کسا په «مازلګلۍ» او «لقمان» کلیو کې د پاکستاني عسکرو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د سرچینې په وینا چې په ټپيانو کې ښځې هم شته چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
تېره شپه پاکستاني حکومت په سپینبولدک کې د عامو افغانانو پر کورونو بریدونه وکړل چې په په غبرګون کې یې د ا.ا ځواکونو هم پر پاکستاني عسکرو د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړې.
سپین بولدک کې ځینو عیني شاهدانو ویلي چې د ا.ا ځواکونو د پاکستان یو شمېر عسکر ژوندي هم نیولي دي.
په ورته مهال د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد هم تایید کړې چې تېره شپه پاکستاني حکومت د افغانانو پر کورونو بریدونه کړي چې د اسلامي امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ شوي دي.
که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند دوام لري، خو د اوربند د ټینګښت مودې له پیله تر دې دمه پاکستاني لوري څو ځلې سرغړونې کړې دي.


