د غزني امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د ا.ا ځواکونو یو درې کلن ماشوم د انسانتښتوونکي له منګلو ژغورل شوی دی.
د غزني امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا ماشوم وړمه شپه د کبل له پل محمود خان سیمې څخه یو کس تښتولی و او پرون په غزني کې نیول شوی دی.
سرچینې لیکلي چې دغه تښتوونکي له د ماشوم له پلار څخه د ډېرو پیسو د ترلاسهکولو غوښتنه هم کړې وه.
“غزني کې امنیتي ځواکونو له خبرېدو سره سم شکمنه سیمه د یو راپور په اساس تر کنترول لاندي راوستله د یادو پلټنو مسؤلیت د غزني امنیه قومنداني سرپرست قومندان او د امنيت آمر الحاج ملا محمد قاسم حقمل رهبري کوله.“
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ماشومانو د تښتونې لسګونه پېښې شوې چې ډېری د پیسو د نه ترلاسهکېدو په پایله کې وژل شوي هم دي.
بلخوا د اسلامي امارت ځواکونو وخت ناوخت ډاډ ورکړی چې دوی په ټول هېواد کې د انسانتښتوونکو د تعقیب او نولو لپاره هڅې پیل کړې او هېچاته به د دې کار اجازه ورنکړي.


