خانهافغانستانغزني او بدخشان کې ترافیکي پېښو شل تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

غزني او بدخشان کې ترافیکي پېښو شل تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د ا.ا مسوولینو ویلي، چې په غزني او بدخشان کې په درېیو جلا جلا ټرافیکي پېښو کې ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

په کابل کې د ا.ا د ټرافیک ادارې ویلي، په غزني او بدخشان کې په درېیو جلا جلا ټرافیکي پېښو کې ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان دي.

په کابل کې د ا.ا د ټرافیک ادارې د تامیناتو مشر حکمت‌الله سمیر تېره ورځ(جمعه، د لیندۍ ۱۴مه) ویلي، د کابل- کندهار پر لویه لاره د غزني په مرکز کې د یوه ټېلر او بس موټر د ټکر له امله ۹ تنه ټپيان شوي، په یوې بلې ورته پېښه کې ۷ کسان ټپيان او په بدخشان کې د یو موټر د چپه‌کېدو په پېښه کې هم ۴ تنه مړه شوي دي.

دغه اداره پر لویو لارو دوامداره ټرافیکي څار د پيښو په کموالي کې اغېزناک ګڼي، او زیاتوي چې پر لویو لارو د ټرافیک قوانینو د تطبیق او د دوامداره څار له امله تر پخوا په ټرافیکي پېښو کې کمښت راغلی دی.

د ویلو ده چې په وروستیو چې په هېواد کې د ترافیکي پېښې له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي.

د هېواد د لویو لارو موټر چلوونکي تنګ سړکونه، پر لارو د ټرافیکي نښو نښانو نشتوالی او ګڼه ګوڼه د ټرافیکي پېښو لاملونه ګڼي، خو مسافر بیا د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي د ورته پېښو د رامنځته‌کېدو اصلي لامل ګڼي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه