خانهافغانستاند افغانستان او قرغیزستان چارواکو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې

د افغانستان او قرغیزستان چارواکو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې

په قرغیزستان کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست  عبدالشکور حقاني د قرغيزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې سیاسي څانگې له مرستیال مشر «ميربېک باکیتوویچ» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

د اسلامي امارت سفارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنگي همکاریو پر پیاوړتیا بحث کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداگرۍ پراختیا هم مهمه بللې شوې او «میربېک باکیتوویچ» ویلي چې قرغيزستان د یو باثباته او هوسا افغانستان ملاتړی دی. 

نوموړي همداراز د «کاسا–۱۰۰۰» پروژې د عملي چارو پیلول هم یو اغېزمن گام بللی دی. 

په وروستیو کې د افغانستان او قرغیزستان اړیکې نږدې شوې او وخت ناوخت د دواړو هېوادونو چارواکو یو او بل هېوادونو ته رسمي سفرونه هم کړې دي. 

د ویلو ده چې اسلامي امارت که څه هم له یو شمېر هېوادونو سره اړیکې نږدې کړې، خو لا هم له روسیې پرته د نړۍ هېڅ کوم هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه