د ۲۰۱۹ کال د ډسیمبر ۴مه، په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له لوري د ودان افغانستان ارمانجن او د افغانانو د تېرو شلو کلونو خدمتګار «تېتسو » ووژل شو. ناکامورا له افغانانو او افغانستان سره مینه درلوده، او د همدې مینې قرباني شو.
ډاکټر مراد کلونه په ننګرهار کې د جذام ناروغۍ پر وړاندې مبارزې کې له ننګرهاریانو سره برخه واخیسته.
داسې هم ویل شوي چې کاکا مراد غوښتل په کابل کې د ناروغانو لپاره روغتون جوړ کړي، خو د وخت جګړو له امله یې په پېښور کې جوړ کړ.
د افغانستان مراد په پېښور کې د همدې جوړ کړي روغتون له لارې ۱۲ کاله د افغان بېوزله او کډوالو خلکو سره مرسته وکړه.
د کاکا مراد په اړه ویل کېږي چې له ناروغانو سره به یې په پښتو ژبه خبرې کولې، کله به هم چې د ډوډۍ وخت وو، نو له ناروغانو سره به په یوې کاسه ناست و.
کاکا مراد د ناروغانو لپاره د وینې اړتیا وخت کې به تر ټولو لومړی کس و چې لسټونی بډوهلی و.
نوموړي په ۱۹۹۱ کال د ننګرهار په درهنور کې لومړنی کلينيک جوړ کړ.
د نوموړي له مهمو پروژو په ننګرهار کې د پاکو اوبو ۱۷۰۰ څاګانو کېندل او د ګمبیري دښته سلګونه جریبې ځمکې خړوبول او د ۷۰۰ زرو ونو کېنول(د مروارید کانال) دي.
ډاکټر ناکامورا په ۲۰۰۳ کال د رامون مګسېسې جايزه (د اسيا نوبل جايزه) تر لاسه کړه.
کاکا مراد د ډاکټرۍ مسلک تر څنګ تکړه ليکوال هم و، او د شلو په شاوخوا کې کتابونه يې خپاره شوي دي.
په خوست کې یو واټ هم د کاکا مراد په نوم دی.
د افغان ولس خدمتګار د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴مه په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو. په کابل کې د جاپان سفیر په ۱۴۰۲ کال کې ژمنه کړې وه، چې د تیتسو ناکامورا نیمګړې پروژې به بشپړوي.
د جاپان ملي راډیو او ټلویزیون تېر کال د تېتسو ناکامورا پر پنځم تلین وویل چې د نوموړي تر څارنې لاندې د اوبولګولو د یوه کانال د جوړولو کار تېر کال لیندۍ ۱۳مه په ننګرهار کې بشپړ شو او د تېتسو ناکامورا په نوم په افغانستان کې د ورته پروژو د جوړولو چارې به دوام ولري .


