د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې هلته له داعش خراسان څانګې څخه د ملاتړ په تور یو بل افغان نیول شو دی.
د راپورونو له مخې چې «جانشاه صافی» د کډوالۍ نړیوالې ادارې له لوري په ویرجینیا ایالت کې نیول شوی دی.
د امریکا کورني امنیت وزارت دا هم ویلي چې نوموړي وسله هم درلوده چې له پلار سره یې نیول شوې ده.
څو ورځې مخکې په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر غړو له وسلهوال برید وروسته هلته د رحمن الله لکڼوال په نوم یو افغان ونیول شو، چې تازه یې دا ډول تورونه رد کړي دي.
لکڼوال ویلي چې ما هغه د ملي ګارډ پر غړو وسلهوال برید نه دی کړی او دا ډول تورونه یې بېاساسه بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له واکمنېدو وروسته پر افغان کډوالو فشارونه سخت شوي او د ټرمپ ادارې یې د نیولو او ځورونې پرېکړه کړې ده.


