د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي او د تاجکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهر الدین نن پر بېلابېلو مسایلو ټلفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمهییزو ابتکاراتو په اړه بحث شوی دی.
په خبرپاڼه کې متقي له قوله ویل شوي چې افغانستان او تاجکستان په وروستیو کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د اعتماد فضا رامنځته کړې ده، خو ځینې کړۍ هڅه کوي چې دغه مثبت روند زیانمن کړي.
امیرخان متقي د تاجکستان په خاوره کې وروستۍ رامنځته شوې امنیتي پېښې او د چینایې اتباعو مرګ ژوبله غندلې او د سیمهییز ثبات لپاره یې د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې بلخوا د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین د دواړو هېوادونو تاریخي، کلتوري او د دیني ورورولۍ اړیکې یادې کړې او د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا ملاتړ یې څرګند کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې تاجکستان له افغان حکومت سره د مثبت تعامل پلوی دی او هغه مغرضې ډلې ردوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابۍ ته لمن وهي.


