خانهافغانستاننړیوالو بازارونو ته د هرات وچو مېوو صادرات درې چنده شوي

نړیوالو بازارونو ته د هرات وچو مېوو صادرات درې چنده شوي

د هرات چارواکو اعلان کړی چې د روان کال په لومړیو اووه میاشتو کې، له دې ولایت څخه د نړۍ له ۲۰ څخه زیاتو هېوادونو ته نږدې ۲۰ میلیونه کیلوګرامه وچه مېوه صادر شوې ده.

د هرات د ولایتي حکومت په وینا، په دې موده کې د ولایت د وچې مېوې ټول صادرات ۱۹ میلیون ۹۷۱ زره او ۱۸۷کیلوګرامه ته رسېدلي دي. دا محصولات د اتریش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، جرمني، متحده ایالاتو، ایران، قطر، ترکیې، هند، سعودي عربستان او څو نورو نړیوالو بازارونو ته لېږل شوي دي.

د هرات د ولایتي حکومت ویاند محمدیوسف سعیدي وویل چې صادر شوي توکو کې بادام، پسته، وچې انځر، وچې زردالو، د ممیزو مختلف ډولونه، الو بخارا، پستې دانه، اخروټ، مونګ او غوړ شوي نخود شامل دي.

د هغه په ​​وینا، د دې صادراتو ټول ارزښت ۵۷ میلیون او ۷۰۳ زره او ۱۹۴ ډالر دی، چې دا شمېره د تېر کال په پرتله درې چنده زیاتوالی ښیې.

هرات یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې د کرنیزو محصولاتو او وچو مېوو په صادراتو کې مهم رول لوبولی دی. د تولید لوړ ظرفیت، ټرانزیټي لارو ته نسبي لاسرسی او سیمه‌ییز بازارونه هغه عوامل دي چې په دې ولایت کې یې د صادراتو وده ګړندۍ کړې ده. په نړیوالو بازارونو کې د تقاضا زیاتوالی هم د دې لامل شوی چې د هرات وچې مېوې محصولات د افغانستان په بهرني سوداګرۍ کې لویه ونډه ترلاسه کړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه