خانهافغانستانغزني کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

غزني کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی چې په غزني کې د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا شبکې په ناوې او ګېلان ولسوالیو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

سرچینې لیکلي چې د دې شبکو په جوړېدو سره ۸۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

په ورته مهال د دې ولسوالیو اوسېدونکو د یادو پروژو د چارو پر بشپړېدو خوښي ښودلې او د ورته نورو شبکو د جوړولو غوښتنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د وچکالۍ او اقلیمي بدلون له امله د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېرو سیمو کې د څښاک پاکو ته لاسرسی سخت شوی دی.

بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې یې د اوبو رسونې شبکو د جوړولو چارې پیل شوې او دا لړۍ به ډېرو سیمو ته وغځول شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه