د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا د کډوالۍ اړوند د «جو بایډن» پر پالیسۍ توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې امریکا ته ډېر داسې کسان لېږدول شوي چې نباید هلته وای.
ټرمپ له خبریالانو سره په وروستیو خبرو کې ویلي چې دا مهال په متحده ایالاتو کې ډېر داسې کسان شته چې نباید امریکا ته لېږدول شوي وای.
د امریکا ولسمشر دا څرګندونې هغې پېښې ته په اشارې کړې چې درې ورځې مخکې یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر غړو وسله وال برید وکړ.
ټرمپ تر دې مخکې هم د مخکني ولسمشر، جو بایډن پر تګلارو توندې نیوکې کړې وې او په امریکا کې یې افغانانو ته پناه ورکول د متحده ایالاتو پر زیان بللي وو.
بلخوا په امریکا کې د کډوالۍ اړوندو ادارو او پر بشري حقونو د څار ځینې سازمانونو د ملي ګارډ پر غړو وسله وال برید فردي عمل بللی او د ټرمپ له ادارې یې غوښتي چې د دې عمل له امله ټوله افغان ټولنه ونه ځپي.
بلخوا یو شمېر امریکایي رسنیو په تازه راپورونو کې ویلي چې واشنګټن کې د ملي ګارډ پر غړو بریدکوونکی افغان له جدي رواني ستونزو سره مخ و.
د اسوشیټډپرس په وروستي راپور کې ویل شوي چې رحمن لکڼوال تر دې حده جدي ستونزې درلودې چې آن ډېر وخت به په کور کې یوازې و.


