د بلوچستان په «چاغۍ» ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو مرکز ته وسله وال کسان ننوتلي او جګړه لا هم روانه ده.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، چې برید د څلورو وسله والو له لوري شوی چې یو کس په دروازه کې پر ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړې او نور مرکز ته ننوتلي دي.
د راپورونو له مخې چې هلته لا هم جګړه روانه ده او د برید مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکو منلی دی.
تر اوسه د دغه برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه ویل شوي.
د ویلو ده چې څو ورځې مخکې په پېښور کې د پاکستان پر سرحدي ځواکونو برید شوی و.
له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
د پاکستاني چارواکو په وینا چې چې له تېرو څو کلونو راهیسې هلته د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله لسګونه زره پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.


