خانهافغانستاند اوزبیکستان د کرنې وزارت مرستیال په مشرۍ پلاوی کابل ته راغلی

د اوزبیکستان د کرنې وزارت مرستیال په مشرۍ پلاوی کابل ته راغلی

د ا.ا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د اوزبیکستان د کرنې وزارت له مرستیال په مشرۍ د یاد هېواد د دولتي استازو او خصوصي سکتور له غړو څخه جوړ پلاوی نن کابل ته رارسېدلی دی. 

د کرنې وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د دغه پلاوي د کابل په هوايي ډګر کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او د حیواني روغتیا عمومي رییس، ذاکرالله ذاکر له لوري هرکلی شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې ده چې د اوزبیکستان پلاوی به د افغانستان د کرنې وزارت له مسوولینو او د خصوصي سکتور له استازو سره د همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ګډو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړي.

سرچینې لیکلي چې له دې سفر موخه د تخنیکي همکاریو د زمینو ارزونه، د کرنیزو راکړو ورکړو زیاتوالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعاملاتو پیاوړتیا ښودل شوې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه