په قطر کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر، سهیل شاهین واشنګټن کې د ملي ګارډ پر غړو برید ته په غبرګون کې ویلي چې د پاکستاني استخباراتي اداره (ISI) غواړي چې دا پېښه له اسلامي امارت سره وتړي.
شاهین له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې امکان لري، د واشنګټن په وروستۍ پېښه کې بهرنۍ کړۍ لاس ولري او په دې توګه د اسلامي امارت حکومت بدنام کړي.
سهیل شاهین یو وار بیا د اسلامي امارت پر دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېچاته به اجازه ور نکړي چې په بهر کې بریدونه د افغانستان له خاورې پلان کړي.
څو ورځې مخکې په واشنګټن کې یو افغان د ملي ګارډ پر غړو برید وکړ چې له امله یې یوه غړې مړه شوه او بل سخت ټپي شوی دی.
له دې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د افغانانو لپاره د وېزو ورکړه بنده کړه او هلته د مېشت افغانانو پر قضیو یې د بیاکتنې امر ورکړی دی.
په ورته مهال په امریکا کې د کډوالۍ یو شمېر ادارو هم دا پېښه فردي عمل بللی او د امریکا له حکومت یې غوښتي دا برید له ټولې افغان ټولنې سره ونه تړي.


