د نورستان ځايي مسوولینو د دغه ولایت د «دواب» ولسوالۍ له کانونو څخه د ایستلشویو ۸ زره ۷۸۵ ګرانبیه او نیمهګرانبیه ډبرو له پلورکېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلي چې دا ډبرې د دواب ولسوالۍ له «ماوې» کانونو څخه ایستل شوې او تازه د ۱۱۱ میلیون ۵۵۷ زره افغانو په ارزښت پلورل شوې دي.
بلخوا د کانونو او پټرولیم وزارت هم لیکلي چې د دې ازادې بولۍ له لارې د پلورلشویو ډبرو له درکه لس سلنه ونډه د دولت خزانې ته سپارل شوې ده.
تر دې مخکې هم د نورستان له کانونو څخه زرګونه کیلو ګرامه ډبرې د سلګونه میلیون افغانیو په ارزښت پلورل شوې وې.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان د کانونو استخراج په برخه کې پانګونې ته د نړیوالو پانګوالو توجه هم زیاته شوې ده.
د ویلو ده چې نورستان، پنجشېر او بدخشان یو له هغو ولایتونو څخه دي چې د ګرانبیه او نیمهګرانبیه ډبرو ډېر کانونه لري او اسلامي امارت یې د استخراج هڅې ګړندۍ کړې دي.


