هېواد کې د وروستیو خونړیو ترافیکي پېښو په دوام، تازه د لوګر ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت مرکز اړوند په «خضر» سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه پرون (جمعه) مازدیګر مهال د خضر سیمې په عمومي لاره د یو موټر چپهکېدو په پایله کې شوې ده.
مسوولینو د دې پېښې لامل د چلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
تر دې پېښې مخکې په بامیان، وردګو او سمنګانو ولایتونو کې د پرونیو او وړمې ورځې خونړیو ټکرونو له امله لسګونه ځوانانو ژوند بایللی دی.
د خامه پریس د مخکني راپور له مخې چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په وردګ او بامیان ولایتونو کې د وروستیو ترافیکي پېښو له امله دوې ښځې مړې او پنځه کسان نور ټپیان شوي دي.
د وردګو د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون (جمعه) د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ په دشتټوپ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه او دوه کسان نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د بامیانو ځايي مسوولینو ویلي چې د یاد ولایت د مرکز اړوند په «پیتاب لغمان» سیمه کې د یو فیلډر موټر د چپهکېدو له امله یوه ښځه مړه او درې نورې ټپي شوې دي.


