د میدانوردګو او بامیانو مسوولین وایي، په یادو ولایتونو کې د وروستیو ترافیکي پېښو له امله دوې ښځې مړې او پنځه کسان نور ټپیان شوي دي.
د وردګو د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ په دشتټوپ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه او دوه کسان نور ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه د کابل – کندهار په لاره د مازدا او کرولا ډوله موټر د ټکر په پایله کې شوې ده.
بلخوا د بامیان ولایت ځايي مسوولینو ویلي چې د مرکز اړوند په «پیتاب لغمان» سیمه کې د یو فیلډر موټر د چپهکېدو له امله یوه ښځه مړه او درې نورې ټپي شوې دي.
د بامیان ولایت د مسوولینو په وینا چې پېښه داسې مهال شوې چې یو سپینرنګی فیلډر موټر له سړک څخه تر وتلو وروسته څلور ښځې وهلې دي.
مسوولینو د دې دواړو ترافیکي پېښو لامل د چلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
د ویلو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.


