خانهنړۍقسیم خان: پلار مې له تېرو شپږوو اوونیو راهیسې په مرګ‌ محکوم...

قسیم خان: پلار مې له تېرو شپږوو اوونیو راهیسې په مرګ‌ محکوم ساتل شوی  

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان زوی، قسیم خان د خپل پلار پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له خان سره د هېڅ ډول اړیکې اجازه نه ورکول کېږي.

قسیم خان په اېکس لیکلي چې پلار یې (عمران خان) له تېرو شپږو اوونیو راهیسې په زندان کې ګوښی او پر مرګ محکوم ساتل شوی او دوی له وروستي وضعیت هېڅ خبر نه لري.

د عمران زوی همداراز لیکلي چې د پاکستان حکومت دوی ته اجازه نه ورکوي چې له عمران خان سره مخامخ او یا ټیلفوني اړیکه ټینګه کړي.

د هغه په وینا چې د پاکستان حکومت به د قانوني، اخلاقي او نړیوالو قوانینو پر بنسټ د عمران خان د امنیت د ډاډمنولو مسوول وي.

قسیم خان د خپل پلار له وضعیت څخه د ناخبرۍ پر حالت اندېښنه ښودلې او پر بشري حقونو د څار نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې دا موضوع په بېړني او جدي توګه وڅېړي.

څو ورځې مخکې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، عمران په زندان کې وژل شوی او مړی یې د اسلام‌اباد په کوم روغتون کې پټ ساتل شوی دی.

بلخوا پاکستاني حکومت بیا د عمران خان د وژل‌کېدو په اړه وروستي راپورونه رد کړي وو.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه